روسیه له افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته کوي

د خوړو نړۍوال پروګرام په خبر پاڼه کې ویلي، چې روسیه په افغانستان کې د ۱۵۰ زره کسانو د ژوند ژغورلو په موخه د یو میلیون ډالرو مرسته کوي. یاد سازمان ویلي، چې د روسیې په دې مرستو سره به د ۲۱ زره بېوزلو کورنیو لاسنیوی وشي. د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. یاد سازمان په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د بودیجې د کموالي له امله اړ شول چې تېر کال په لس میلیونه کسانو یا مرستې بندې کړي او یا یې هم کمې کړي. د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې د خپلومرستو د دوام په موخه په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په عاجله توګه ۶۵۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. د روسیې له وروستیو مرستو سره تر اوسه دغه هېواد له افغانستان سره د بشردوستانه شاوخوا ۴ میلیونه ډالرو مرستې کړې دي.

وروستي مطالب

ایران کې د افغان صرافانو بانکي حسابونه تړل شوي

نوي مطالب

کابل کې د اوبو کابو کولو نړۍوال کنفرانس جوړېږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور