له پاکستاني سوداګرو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وا‌يي چې د افغانستان له لارې د پاکستان د توکو د ټرانزیټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان په کراچۍ ښار کې له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې د سوداګریزو او ټرانزیتي چارو او همداراز په کراچۍ بندر کې د سوداګرو د ستونزو په تړاو خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، د دغه وزارت سرپرست پاکستان ته په سفر کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د ښو اړیکو او همغږیو په تړاو توافق کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«دواړو لورو د بېلابېلو مسایلو په هکله خبرې وکړې؛ له هغې ډلې د نړۍ او سیمې هېوادونو ته د دواړو هېوادونو د ټرانزيټي توکو په بهیر کې د اسانتیا راوستل، په سوداګرۍ کې د اسانتیا راوستل او بندرونو ۲۴ ساعته کول.»
له دې سره سم، یو شمېر سوداګر وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو چارو د پراخېدو لپاره باید د دواړو هېوادونو په ګمرکونو کې اسانتیاوې برابرې شي؛ څو ورسره د سوداګرو ستونزې حل شي.
د راپورونو له مخې، پاکستان تر ډېره خوراکي توکي، درمل او برېښنايي وسایل افغانستان ته صادروي؛ خو افغانستان بیا تر ډېره غالۍ، وچې میوې او د ډبرو سکاره پاکستان ته صادروي.

وروستي مطالب

د اسین ۴۲مه سرمشریزه نن په اندونیزیا کې پای ته ورسېده

نوي مطالب

مولوي عبدالکبیر: له نړۍ سره ډېپلوماتیک تعامل مخ پر زیاتېدو دی.

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور