د قطر د لومړي وزير په مشرۍ افغانستان ته راغلي پلاوي له ریيس الوزرا سره وکتل

د قطر هېواد د صدراعظم او بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د هغه هېواد د استخباراتو رییس عبدالله الخلیفي او مل پلاوي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي امارت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره وکتل.


په دغه لیدنه کې، چې د کندهار په ولایت کې ترسره شوه، د قطر هېواد له لوري له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، د باور لا ډېروالي، په تعليمي، روغتيايي او اقتصادي برخو کې د لا ډېرو همکاریو ژمنه وشوه.
‏داسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند د قطر له پخوانیو او اوسنیو همکاریو، ښه نیت او اخلاص څخه مننه وکړه او له افغان ولس او نظام سره یې د ياد هېواد په لا ډېرو همکاریو ټینګار وکړ.
‏د يادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې قطري پلاوي دې ته وهڅول شو، چې د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د باور په پیاوړي کولو کې لا ډېر رول ولوبوي.

وروستي مطالب

چين: غواړو له اسټرالیا سره د رغنده سلامشورو له لارې اقتصادي او سوداګریز مسایل حل کړو

نوي مطالب

د نړيوال او سېمه ايزو بدلونو په بهير کې د افغانستان راتلونکی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور