مولوي عبدالکبیر: له نړۍ سره ډېپلوماتیک تعامل مخ پر زیاتېدو دی.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال وايي، د هرې ورځې په تېریدو سره له نړۍ سره د اسلامي امارت تعاملات ښه کېږي.
د حکومت دغه لوړپوړی چارواکی په کابل کې د کورنیو محصولاتو د نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې زیاتوي، له اسلامي امارت سره د نړۍ غیر رسمي تعاملات د رسمیت پیژندنې په مانا دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي: «له اسلامي امارت سره ډېپلوماټیک تعامل مخ پر زیاتېدو دی، تاسو ته معلومات شته، زمو او ستاسو د بهرنیو چارو وزیر په نږدې وختونو کې چې پاکستان ته سفر کړی و، هلته درې اړخیزه وینا چې د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو رسمي وینا او رسمي اعلامیه داسې خپره شوه، دا په هغه صورت کې کېږي چې ملکونه یو بل په رسمیت پېژني.»

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال هیله من دی چې نړۍ اسلامي امارت ژر په رسمیت وپېژني.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر زیاتوي: «ان‌شاء الله د وخت په تېرېدو او د حقایقو په پوهېدو سره به زموږ سیاسي تعلقات له دنیا سره زیاتېږي او رسمیت اخري خبره به هم راووځي.»
په‌ وروستیو کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په یوه اعلامیه کې ویلي چې حکومت د رسميت پېژندنې شرایط نه‌دي بشپړ کړي، خو دغه ټولنه د افغانانو پر ستونزو د غور لپاره، له اسلامي امارت سره خپل تعامل ته دوام ورکوي.

وروستي مطالب

له پاکستاني سوداګرو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

نوي مطالب

مجاهد: په هېواد کې د دیني عالمانو نږدې شل شوراګانې جوړې شوې دي.

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور