غزه کې د ناچاوده توکو پاکول به ۱۴ کاله وخت ونیسي

په عراق کې د ملګرو ملتونو د ماینونو پر وړاندې د مبارزې مشر ویلي، پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله ۳۷ مېلیونه ټنه پاتې شوني ډېرۍ شوي چې د ناچاوده بمونو څخه ډکې دي. پهر لودهمار ویلي، ۶۵ سلنه نړېدلې ودانۍ د خلکو استوګنځي وو او د دغو ودانیو د کنډوالو پاکونه به ۱۴ کاله وخت ونیسي. د غزې تړانګې پراخې برخې د اسراییل د بریدونو په پایله کې په کنډواله بدلې شوې. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، هغه مرمۍ چې توغول شوې لس سلنه یې ناچاوده پاتې دي او باید د ماین پاکۍ د ډلو له‌خوا پاکې شي. په غزه کې د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د اکټوبر له اومې نېټې تر دې دمه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې څه د پاسه ۳۴ زره کسان وژل شوي دي.

وروستي مطالب

فراه کې د بخش اباد بند رغنیزو چارو پرمختګ کړی

نوي مطالب

کاناډا له افغانستان سره پراختیايي مرستې بیا پیلوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور