کاناډا له افغانستان سره پراختیايي مرستې بیا پیلوي

د راپورونو له مخې اوتاوا په پام کې لري چې سږ کال له افغانستان سره د کاناډا پراختیايي مرستې بیا پیل کړي، خو ښايي دغه کار یو څه وخت ونیسي. د ګلوبل نیوز د راپور له مخې، بشري سازمانونه وايي، چې دغه ځنډ به هغو کسانو ته سخت وي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې نور هیوادونه د مرستو رسولو له پاره په چټکۍ سره حرکت کوي او د کاناډا د مرستو بیا پیل کې ځڼډ بشري سازمانونه ناهیلي کړي دي. د افغان ښځو موسسه، کاناډا ته د نویو راغلو افغان ښځو او همدارنګه په افغانستان کې او ګاونډیو هیوادونو کې د افغان میرمنو ملاتړ کوي. د افغان ښځو موسسه، په کابل کې د نجونو یوه یتیم خانې چارې هم پر مخ بیايي، خو دغه یتیم خانه د سرپرست حکومت له واکمنیدو وروسته د کاناډا له مرستو بې برخې شوې ده.

وروستي مطالب

غزه کې د ناچاوده توکو پاکول به ۱۴ کاله وخت ونیسي

نوي مطالب

هرات کې د ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت د درمل جوړولو فابریکه جوړه شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور