فراه کې د بخش اباد بند رغنیزو چارو پرمختګ کړی

د فراه ولایت ځایي چارواکو ویلي، د بخش اباد بند چې د هېواد په کچه د اوبو د کنترول په برخه کې یوه مهمه پروژه ده، د رغونې چارو یې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د یاد ولایت فراهرود ولسوالۍ ولسوال ویلي، د بخش اباد بند رغنيزې چارې ښې روانې دي او د پام وړ بدلونونه او پرمختګونه په کې رامنځته شوې دي. د ولسوال په خبره، په دغې پروژه کې کارېدونکي مواد په معتبرو ملي او نړیوالو لابراتوارونو کې معاینه شوي، چې پایله به یې مثبته وي. نوموړی زیاتوي له ځینو بهرنیو هېوادونو څخه یې د شارټکريټ او جامبو ماشينونو ترڅنګ د راکبولټنګ ټيمونه هم کاري سيمې ته رارسيدلي چې د پروژې په پرمخ وړلو کې به مرسته وکړي.

وروستي مطالب

ننګرهار کې ۵۰ مېرمنو ته د شاتو مچۍ او اړین وسایل ورکړل شول

نوي مطالب

غزه کې د ناچاوده توکو پاکول به ۱۴ کاله وخت ونیسي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور