کابل ښاروالي: زیانمن شوي سړکونه به یو په بل پسې بیا ورغول شي

د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا، له کوته سنګي څخه د کمپنۍ تر چوک پورې د عمومي سړک د زیانمنو برخو د بیا رغولو چارې روانې دي. د کار، ساتنې او څارنې ریاست مسوولین وایي، چې د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه، د دغه سړک دوه اصلي کرښې چې، د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې وې، له فني او تخنيکي مطالعاتو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په اساسي توګه بیا رغول کیږي. هغه سړکونه چې زیانمن شوي وي د اړتیاوو له ارزونې او تخنیکي مطالعاتو وروسته به یو په بل پسې بیا ورغول شي.

وروستي مطالب

انوجا سود: افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه ۹۵ سلنه کمه شوې

نوي مطالب

هېواد کې د ۱۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پيل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور