انوجا سود: افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه ۹۵ سلنه کمه شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې اوسمهال د هېواد په کچه د کوکنارو کښت او تولید اوس صفر ته رسېدلې، په همدې موخه باید بزګرانو ته د کوکنارو بدیل کښت ترویج شي. نوموړي د ملګرو ملتونو له دغه چارواکي سره د کتنې پر مهال د بدیل کښت د برابرولو پر جدي اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې که څه هم سرپرست حکومت په دې اړه زیات کار کړی، خو افغان بزګران لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو له نشه‌ يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رییس انوجا سود د بدیل معیشت د رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دوی د راپورونو پر اساس په افغانستان کې د دغه بوټي کرکېله ۹۵ سلنه کمه شوې ده، چې صفر ته نږدې ده.

وروستي مطالب

هرات کې د ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت د درمل جوړولو فابریکه جوړه شوې

نوي مطالب

کابل ښاروالي: زیانمن شوي سړکونه به یو په بل پسې بیا ورغول شي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور