روان کال په هېواد کې له ۵۰۰ ډېر خصوصي ښوونځي جوړ شوي

د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رییس ویلي چې، په روان لمریز کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې له ۵۰۰ ډېر خصوصي ښوونځي جوړ شوي او په فعالیت يې پیل کړی دی. د یادې ټولنې رییس عظیم میدانوال زیاتوي چې، د ټول هېواد په خصوصي ښوونځیو کې شاوخوا یو نیم مېلیون زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي. ورته مهال، ځیني ښوونکي او زده‌کوونکي په خصوصي ښوونځیو کې د زده‌کړو له ښه کیفیته خوښ دي او له پوهنې وزارته غواړي چې له خصوصي سکټور څخه لا ډېر ملاتړ وکړي. د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه وايي د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه يې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې مالیه او پرې راغلې جریمې معاف کړي دي. د نوموړي په خبره، د پوهنې وزارت ژمن دی چې د خصوصي ښوونځیو ستونزې حل کړي.

وروستي مطالب

هېواد کې د ۱۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پيل شوې

نوي مطالب

تېر کال ۳۰ زره افغان مېرمنو ته د کار جوازونه وېشل شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور