ننګرهار کې ۵۰ مېرمنو ته د شاتو مچۍ او اړین وسایل ورکړل شول

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ۵۰ مېرمنو ته د کاري زمینې برابرولو او خوړو خوندیتوب په پار پنځوس کسیزې ټولنې ته د شاتو مچۍ او اړين وسایل ورکړل شول. د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین ویلي، چې دغه مرسته د یاد ریاست تر چتر لاندې د هالنډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي ټولنې په مالي همکاري شوې ده. د مسوولینو په خبره چې د ۵۰ کسیزو مېرمنو ټولنې ته سل صندوقه د شاتو مُچۍ، د مچیو لپاره بوره، خالي صندوقونه او نور اړین وسایل ورکړل شوي دي. د شاتو مچیو د وېش موخه د دې صنعت پراختیا، مېرمنو ته د کاري زمینو برابرول او د خوړو خوندیتوب دی.

وروستي مطالب

هرات کې زلزله ځپلو ته ۷۳ نور کورونه هم سپارل شوي دي

نوي مطالب

فراه کې د بخش اباد بند رغنیزو چارو پرمختګ کړی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور