هرات کې زلزله ځپلو ته ۷۳ نور کورونه هم سپارل شوي دي

د هرات ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۷۳ نور کورونه هم سپارل شوي دي. د مالوماتو له مخې په زلزله ځپلو سیمو کې د کورونو جوړول دوام لري، چې څه باندې ۱۰۰۰ نور کورونه او دغه راز روغتیايي مرکزونه او ښوونځي هم جوړېږي. په ورته وخت کې د هرات د اقتصاد رییس هم له زلزله ځپلو سره د کورنیو او بهرنیو موسسو د همکارۍ په څرګندولو سره وویل، چې له هغوی سره به د کورونو په جوړولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي. دغه راز د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د رفاه اسلامي موسسې رییس انجنیر نورالدین حقیار ویلي چې د دغو کورنو سربېره ۷۵ نور کورونه هم جوړوي.

وروستي مطالب

فراه کې د نري رنځ تشخيص لپاره د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوې

نوي مطالب

ننګرهار کې ۵۰ مېرمنو ته د شاتو مچۍ او اړین وسایل ورکړل شول

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور