فراه کې د نري رنځ تشخيص لپاره د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوې

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ولايت په ولايتي روغتون کې د نري رنځ د تشخيص لپاره د جن اکسپرټ په نوم د دستګاه فعالېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د عامې روغتيا ریاست مسوولینو د يادې دستګاه د پرانیستلو پر مهال وویل چې په ولايتي روغتون کې د UNDP مؤسسې له لوري د ٢٠ زره امریکایي ډالرو په لګښت د نري رنځ د تشخيص لپاره د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوې ده. د مسوولینو په خبره تردې وړاندې به د فراه مېشتو خلکو د نري رنځ د تشخيص لپاره لرې ولايتونو ته سفرونه کول او ډېر لګښتونه پرې لګېدل خو اوس د عامې روغتیا وزارت په همغږي او د UNDP مؤسسې پر مالي همکارۍ د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوې چې ورسره به ډېرې آسانتياوې رامنځته شي.

وروستي مطالب

فراه کې د ۴۰ کیلومتره سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې

نوي مطالب

هرات کې زلزله ځپلو ته ۷۳ نور کورونه هم سپارل شوي دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور