فراه کې د ۴۰ کیلومتره سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې

د فراه ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په پشترود او خاکسفيد ولسواليو کې د ۴۰ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو ریاست مسوولین وایي، چې د ۴۰ کيلو متره په اوږدوالي د دواړو ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړک چارې پیل شوې، چې مالي لګښت د دغه ولایت د بيارغونې د ځانګړې کمېټې له لوري ورکول کېږي. د مسوولینو په خبره دغه سړک د اوس لپاره جغل کاري کېږي، چې په راتلونکي کې به په اساسي ډول ورغول شي. په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکي بيا د ياد سړک د بيارغونې چارو په پیل خوښي څرګندوي او زیاتوي چېتر دې وړاندې د سړک خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

وروستي مطالب

هرات کې د ماشومانو د درملنې لپاره ځانګړی روغتون جوړېږي

نوي مطالب

فراه کې د نري رنځ تشخيص لپاره د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور