هرات کې د ماشومانو د درملنې لپاره ځانګړی روغتون جوړېږي

په هرات ولایت کې د بې پولې ډاکترانو بنسټ مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ماشومانو د درملنې لپاره یو ځانکړی روغتون جوړوي. د بې پولې ډاکترانو د دفتر رییس بنجامین د هرات له والي سره په کتنه کې دغه رار ویلي، چې د یاد روغتون د جوړولو چارې به ډېر ژر پیل شي. نوموړي د خپلو فعالیتونو په پراختیا هم ټینګار کړی او د هرات لپاره یې د یاد دفتر د راتلوونکي پلان په اړه معلومات ورکړي دي. په ورته وخت کې د هرات والي په دې کتنه کې د هرات لپاره د یاد بنسټ د بشردوستانه مرستو له امله خوښي څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د سیمه ییزې ادارې د هراړخیزو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.

وروستي مطالب

اسلامي همکاریو سازمان: افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو یو

نوي مطالب

فراه کې د ۴۰ کیلومتره سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور