اسلامي همکاریو سازمان: افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو یو

د سرپرست حکومت اداري مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان په راتلونکې ناسته کې د سرپرست حکومت د استازو وربلل کېدو غوښتنه کړې. اداري مرستیال دا موضوع د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په لیدنه کې یاده کړې ده. حنفي ویلي، د اسلامي هېوادونو ستونزې مشترکې دي او اسلامي هېوادونه باید د دې ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي. په ورته وخت کې طارق علي بخیت په دغه کتنه کې په ګامبیا هیواد کې د اسلامي همکاریو سازمان د راتلونکي ۱۵مې ناستې او د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه مالومات ورکړل او ويې ویل چې موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یوو.

وروستي مطالب

له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی

نوي مطالب

هرات کې د ماشومانو د درملنې لپاره ځانګړی روغتون جوړېږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور