له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی

ایرنا خبري آژانس د ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر درې برابره چټک شوی دی. په راپور کې ویل شوي، چې د نوي کال په لومړیو ورځو کې د ايران له پارکونو څخه څه باندې اته زره غیرقانوني افغان کډوال نیول شوي دي. د وګړو او کډوالو د چارو عمومي ريیس احسان حیدري ویلي، چې دغه کډوال افغانستان ته د لېږلو په نيت کمپونو ته انتقال شوي دي نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې په تهران کې تر وروستي غیرقانوني افغان کډوال پورې به د کډوالو راټولولو لړۍ ته دوام ورکړي. داپه داسې حال کې ده چې افغانستان له بل ګاونډي هیواد پاکستان څخه د تېر کال په نومبر میاشت کې د بى اسناده افغان کډوالو د په زور ایستلو لړۍ په پايله کې له دغه هېواده څه باندې ۵۲۰ زره کډوال ایستل شوي دي.

وروستي مطالب

د کمال خان بند د رغونې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي

نوي مطالب

اسلامي همکاریو سازمان: افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو یو

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور