د کمال خان بند د رغونې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي

د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د رغونې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد وزارت ویاند وايي چې دغه بند د ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبو ظرفیت لري. نوموړی وايي، د یاد بند ۹۹ سلنې کارونه پر مخ تللي چې په بشپړېدو سره به یې شپږ میګاواټه برېښنا تولید شي. ورته مهال د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې د اوبیزو بندونو جوړول، د کرنیزو توکو د حاصلاتو د زیاتوالي او هیواد کې د وچکالۍ د مخنیوي په برخو کې اغېزمن ګڼي او ټینګار کوي چې د اوبو له مدیریت سره افغانستان له وارداتي هېواد څخه پر صادراتي هېواد بدل شي.

وروستي مطالب

د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان لویو پروژو کې پانګونه وکړي

نوي مطالب

له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور