د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان لویو پروژو کې پانګونه وکړي

د سرپرست حکومت اداري مرستیال بهرنیو چارو وزارت کې د روژه ماتي مېلمستیا کې په افغانستان کې د بېلابېلو هیوادونو سفیرانو او استازو ته په خبرو کې ویلي، افغانستان له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي ویلي، سرپرست حکومت غواړي افغانستان یو اقتصاد محوره هېواد وي او د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
اداري مرستیال ویلي، سرپرست حکومت له ټولو هیوادونو غواړي، چې نورو هېوادونو ته د ځوانانو د مهاجرت د مخنیوي، د نشه یي توکو د ختمېدو او په افغانستان کې د ثبات د تضمین لپاره د افغان ترانس، هرات – بولدک، چاه بهار بندر، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره پانګونه وکړي.

وروستي مطالب

لوګر کې د یوه چکډېم جوړېدو چارې پيل شوې

نوي مطالب

د کمال خان بند د رغونې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور