لوګر کې د یوه چکډېم جوړېدو چارې پيل شوې

د لوګر ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د محمداغې ولسوالي اړوند د اب‌بازک سیمه کې د پنځه زره مترمکعب اوبو په ظرفیت د یوه چکډېم د جوړیدو چارې پيل شوې دي. د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مالوماتو له مخې، یاد چکډېم د څه باندې ۵۰۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمې ظرفیت لري او د راتلونکو ۳ میاشتو په موده کې به د جوړېدو چارې بشپړې شي. د مسوولینو په خبره، پر دغه چکډېم شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبو زېرمې پياوړې شي. د دې چکډېم د جوړېدو چارې په داسې حال کې پیلېږي، چې په تېر یوه کال کې د اوبو او برښنا وزارت له لوري د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا نهه چکډېمونه جوړ شوي دي.

وروستي مطالب

د سالنګ لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

نوي مطالب

د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان لویو پروژو کې پانګونه وکړي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور