د سالنګ لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

ټولګټو چارو وزارت وايي، د شمالي ولایتونو عمومي لاره چې په سالنګونو کې د واورې د ډېر ورښت له امله تېره شپه تړل شوې وه نن سهار درې بجې د مساپر وړونکو او باروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه. د سالنګونو د ساتني ریاست یو مسوول چې د یاد وزارت له لوري یې نوم نه دی ذکر شوی په یو ویډیويي کلیپ کې وايي، د واورې د زیات ورښت او توپان له امله یې په واوره کې له دوو سوو ډېر موټرونه ژغورلي دي. د تولګټو چارو وزارت پر یاده لاره له تلونکو مسافرو څخه غوښتنه کوي چې د سفر پر مهال د ځان ساتني په موخه ژمني توکي له ځان سره ولري.

وروستي مطالب

کابل ته د پنجشېر له سیند څخه د اوبو د لېږد پروژې سروې پيل شوه

نوي مطالب

لوګر کې د یوه چکډېم جوړېدو چارې پيل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور