کابل ته د پنجشېر له سیند څخه د اوبو د لېږد پروژې سروې پيل شوه

د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې سروې پيل شوې. د پنجشېر والي وايي، چې ډېر ژر به د سروې له بشپړېدو وروسته کابل ته د پنجشېر د رود اوبو د لېږد کار پیل شي او په دې تړاو یې پرون په خپل دفتر کې د اوبو او انرژۍ وزارت د تاسیساتو د سروې او ډیزاین ریاست له پلاوي او د ترکیې د SKM ساختماني شرکت له رییس سره خبرې کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې د دې پروژې په پلې کېدو سره به په راتلونکي کې په پلازمېنه کابل کې د څښاک د پاکو اوبو ستونزه هواره شي. ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت د تاسيساتو د سروې او ډيزاين رييس محمد عارف مومند ویلي چې د پنجشېر له سيند څخه کابل ته د اوبو د لېږد یوه ملي پروژه وبلله او ویې ویل چې دغه پروژه به ١٢٠ کيلومتره اوږدوالی ولري، چې د پنجشېر له مرکز بازارک څخه پيل او د کابل په تره خېلو سيمه کې پای ته رسېږي.

وروستي مطالب

له کابل ښاره تر اوسه۴۹ زره سوالګر ټول شوي دي

نوي مطالب

د سالنګ لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور