مجاهد: په هېواد کې د دیني عالمانو نږدې شل شوراګانې جوړې شوې دي.

پر افغانستان د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته، په څه باندې اتلسو ولایتونو کې د عالمانو شوراګانې جوړې شوې دي. اسلامي امارت په هېواد کې د عالمانو شوراګانو رول مهم بولي او وایي، هڅه کېږي چې په ټول هېواد کې د علماوو شوراګانې جوړې شي، ځکه په وینا یې دغه شوراګانې به وکولای شي چې په هېواد کې عدالت په بشپړ ډول پلی کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «دا ډېر مهم رول لري، د خلکو او حکومت تر منځ د پل په توګه رول لري او هیله‌من یوو چې عدالت تامین شي او خلک ډاډه شي، همداراز د خلکو غږ حکومت ته او د حکومت پلانونه او برنامې خلکو ته په اسانۍ سره ورسېږي.»

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، قومي مشران، سپينږیري او دیني عالمانو د دغو شوراګانو غړيتوب لري او د خلکو پر ناحل شویو ستونزو غور یې د کار یوه برخه ده.
بل‌خوا، د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، د دغو شوراګانو غړي باید د ځينو نورو مسوولیتونو تر څنګ، د اساسي قانون په تدوین او د هېواد د نظام د جوړښتونو په برخه کې هم هڅه وکړي.

د اسلامي امارت د امیر د فرمان له مخې د هېواد په نږدې شلو ولایتونو کې د علماوو شوراګانې جوړې شوې دي.
د اسلامي امارت امیر په جلا-جلا فرمانونو کې ویلي دي چې د دغو شوراګانو غړي او مسوولان مکلف دي چې د خپلې کړنلارې له مخې په کور دننه چارو د ښه‌والي لپاره ځایي چارواکو ته د شریعت پر بنسټ مشوره ورکړي.

وروستي مطالب

مولوي عبدالکبیر: له نړۍ سره ډېپلوماتیک تعامل مخ پر زیاتېدو دی.

نوي مطالب

اوکراین او افغانستان کې؛ د بایډن ناکامۍ نړیوال ناورین رامنځ ته کړ

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور