اوکراین او افغانستان کې؛ د بایډن ناکامۍ نړیوال ناورین رامنځ ته کړ

د امریکا جمهوریت غوښتونکي وايي د افغانستان او اوکراین په مسئله کې د بایډن کمزورۍ نړیوال ناورین رامنځ ته کړی دی.

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند څېړنیزې برخې په یوه اوږده تحلیل کې د امریکا له کانګریس غوښتي چې له بایډن د کمزوري مدیریت او روان وضعیت په اړه وضاحت وغواړي.

دوی وایي چې بایدن د امریکا په تاریخ کې کمزوری ولسمشر دی چې د امریکا د بدنامۍ او اوسني نړیوال ناورین د رامنځ ته کېدو لامل دی.

جمهوري غوښتونکي زیاتوي، بایډن د افغانستان مسئله مدیریت نه شوی کړی، په کور د ننه یې ناندرۍ رامنځ ته کړې دي او د اوکراین د مسئلې په اړه یې بې پروايي وکړه چې دې هر څه ورو ورو نړیوال ناورین ته لار هواره کړې ده.

دوی بایډن ناکام او بې تفاوته ولسمشر یاد کړی دی.

د یادونې ده، چې تېره ورځ امریکایي لیکوالانو د کانګرس پر مترقي غړو غږ کړی دی چې بایډن په افغانستان کې د ترسره کړو جنګي جنایتونو له امله استیضاح کړي.

کاونټرپروچ د یادو لیکوالانو له قوله کانګرس ته ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې شاوخوا یو ملیون افغانان وژلي دي.

هغوی ویلي چې بایډن پر یادو جنایتونو د سترګو پټولو ترڅنګ اوس د افغانانو د پیسو غلا او چور ته هم ملا تړلې ده او د دغه جګړه ځپلي او فقیر هېواد له مالي شتمنۍ څخه پیسې ګرځوي.

دوی د بایډن وروستی اقدام ناانصافي بللې ده او ټینګار یې کړی دی چې یادې پیسې دې بېرته افغانانو ته وګرځول شي.

دغو لیکوالانو یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې بایډن دې له چور څخه راوګرځول شي او د ترسره کړو جنایتونو په خاطر دې ځواب ویلو ته راوبلل شي.

وروستي مطالب

مجاهد: په هېواد کې د دیني عالمانو نږدې شل شوراګانې جوړې شوې دي.

نوي مطالب

د عمران خان له نيول کېدو وروسته په پاکستان کې امنيتي وضيعت پر تاوتریخوالي بدل شوی ده.

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور