کابل کې د اوبو کابو کولو نړۍوال کنفرانس جوړېږي

Indus River from Flight Window, Ladakh, India

تر راتلونکو ۶ میاشتو په هېواد کې د اوبو د کابو کولو لومړنی نړۍوال کنفرانس جوړیږي. د پولي تخنيک پوهنتون ریيس عبدالرشید اقبال د نیالګیو د کېنولو د کمپاين په پروګرام کې ویلي چې ټاکل شوې، دغه کنفرانس د روسيې، هند، پاکستان، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو د استادانو او پوهانو له حضور سره په افغانستان کې جوړ شي. د سرپرست حکومت ځيني چارواکي له نړۍوالو سازمانونو، یوناما او اروپايي ټولنې غواړي چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي او د سمسورتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. له دې سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي چې په دغه پروګرام کې یې حضور درلود، ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره به په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

وروستي مطالب

روسیه له افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته کوي

نوي مطالب

د یتیم تاق سمنټو پروژې د تړون پر لاسلیکولو خبرې شوې دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور