ایران کې د افغان صرافانو بانکي حسابونه تړل شوي

په ايراني بانکونو کې د نيمروز ولايت د صرافانو د شاوخوا څلور ميليونه ډالرو کنګل کېدو د دغه ولايت د صرافانو او خصوصي سکټور اندېښنې زیاتې کړې دي. د نیمروز د صرافانو ټولنه وايي، د ایران حکومت له یوې میاشتې راهیسې د یو شمېر افغان صرافانو بانکي حسابونه تړلي او پیسې یې کنګل کړې دي. نیمروز کې یو شمېر صرافان وایي، په ایراني بانکونو کې د کنګل شویو پیسو زیاته برخه د دوی ده، چې د امانت په شکل هلته ساتل کېدې. دا صرافان له سرپرست حکومته غواړي، چې ایراني بانکونو یې د پیسو راګرځولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي. د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وایي، دا ستونزه یې له ایراني چارواکو سره شریکه کړې ده. د دوی په خبره، ایراني چارواکو د دې ستونزې د ژر هوارېدو ژمنه ورسره کړې ده.

وروستي مطالب

حکمتیار: کور مو چا محاصره کړی نه‌دی، يوازې استوګنځای بدلوو

نوي مطالب

روسیه له افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته کوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور