د سلواکيا ۷ سیلانیانو د هرات له تاریخي سیمو لیدنه کړې ده

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د سلواکیا هېواد ۷ سیلانیانو د دغه ولایت د تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر رسنیو ته ویلي، چې د سلواکیا هېواد دغه ۷ سیلانیانو کابل، مزارشريف او باميانو ولايتونو ته هم سفرونه کړي دي. نوموړی وایي دوی د افغانانو د مېلمه پالنې ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان خلک بهرنيو سيلانيانو ته ډېر احترام لري. د هرات د اطلاعاتو او کلتو ریاست د شمېرو له مخې د تېر کال په پرتله دغه ولايت ته د بهرنيو سيلانيانو د ورتګ په شمېر کې ٦٠ سلنه زياتوالی راغلی دی.

وروستي مطالب

د یتیم تاق سمنټو پروژې د تړون پر لاسلیکولو خبرې شوې دي

نوي مطالب

نورستان کې د مصنوعي ځنګلونو د جوړولو هڅې پيل شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور