نورستان کې د مصنوعي ځنګلونو د جوړولو هڅې پيل شوي

په نورستان ولایت کې د مصنوعي ځنګلونو او څړ ځایونو د جوړولو هڅې پيل شوې دي. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د «اېف اې او» مرستندویه ادارې په فروش سیمه کې د مصنوعي ځنګلونو او څړ ځایونو د جوړولو چارې پيل کړي، چې په همدې موخه یې په دغه سیمه کې د اوبو دوه بندونه هم جوړ کړي. د نورستان اوسېدونکي وايي، چې په خپله په ځينو سیمو کې د طبیعي ځنګلونو ساتنه کوي او له سرپرست حکومته یې غوښتنه هم داده چې د طبيعي ځنلګونو ساتنه او په ځینو سیمو کې مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي. د نورستان مرستیال والي بیا ولس ته د طبیعي ځنګلونو د ساتنې ډاډ ورکوي او زیاتوي، چې د کرنې او مالدارۍ ریاست یې هڅه پيل کړې، چې په یو شمېر سیمو کې د مرستندویه ادارو پر مټ مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي.

وروستي مطالب

د سلواکيا ۷ سیلانیانو د هرات له تاریخي سیمو لیدنه کړې ده

نوي مطالب

له کابل ښاره تر اوسه۴۹ زره سوالګر ټول شوي دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور