جوز جان کې د ۱۷۷ ښوونځيو او مدرسو ودانۍ بیا رغول شوې

د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې تېر کال په دغه ولایت کې د ۱۷۷ ښوونځیو او دیني مدرسو ودانۍ بیا رغول شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې وویل، چې تېر کال ۱۰ ښوونځیو ته نوې ودانۍ، ۱۴۷ بیا رغول شوې او دغه راز ۲۰ دیني مدرسو ودانۍ هم بیا رغول شوې دي. د مسوولینو په خبره تېر کال ۳۵ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شوي دي، په داسې حال کې چې دوی د ۱۷ زره زده کوونکو د جذب پلان درلود. د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، اوسمهال په جوزجان کې ۳۷۲ ښوونځي شتون لري چې په کې ۲۰۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

وروستي مطالب

پاکستان تر روژې وروسته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بیا پيلوي

نوي مطالب

دکابل په ۲ ناحیو کې د ۵ رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور