پاکستان تر روژې وروسته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بیا پيلوي

پاکستاني چارواکو ویلي چې پلان لري سر له راتلونکي میاشتې په دې هیواد کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په داسې حال کې بیا پیل کړي چې د دواړو هیوادونو تر منځ په دې تېرو څو ورځو کې پر ډیورنډ فرضي کرښې شخړې شوې دي. د خیبر پښتونخوا حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې پوځي ادارو ورته احوال ورکړی چې په دې هیواد کې په غیر قانوني توګه د مېشتو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دویم پړاو به د روژې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته پیل شي. دې چارواکي همدارنګه ویلي چې پوځ د دویم پړاو څرنګوالي په هکله څه نه دي ویلي. په پیښور کې د پولیسو یو جګپوړي چارواکي هم ویلي چې د کوچني اختر وروسته به د هغو افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل شي چې په دې هیواد کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد ونه لري.

وروستي مطالب

فراه کې د ۳۹ ښوونځيو ودانۍ بيارغول شوې دي

نوي مطالب

جوز جان کې د ۱۷۷ ښوونځيو او مدرسو ودانۍ بیا رغول شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور