دکابل په ۲ ناحیو کې د ۵ رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې دي

د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په اتمه او ۱۲مه ناحیه کې د سړک جوړونې پروژې په شمول د پنځو ودانیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د دغو پروژو څخه یوه یې په اتمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ د سوداګریز مارکیټ ودانۍ ده، چې د(۵۷) میلیونه افغانیو په لګښت، په (۸۰۵) متره مربع ځمکه کې د (۷) پوړونو په درلودلو سره د (۲۲) میاشتو په موده کې په معیاري او اساسي ډول جوړه شوې ده. دغه راز د دولسمې ناحيې اړوند د احمدشاه بابا مېنې پروژې د پنځم او شپږم بلاک ترمنځ د (۷۳۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) متره سور سره د عمومي سړک جوړول دي چې، د جوړولو چارې یې د څه باندې (۳۸) ميليونه افغانيو په لګښت د پنځو مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

وروستي مطالب

جوز جان کې د ۱۷۷ ښوونځيو او مدرسو ودانۍ بیا رغول شوې

نوي مطالب

تېر کال کندوز کې ۱۲۶ زره ټنه د وریجو حاصلات راټول شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور