نېمروز ته د اسلامي امارت د مشرتابه سفر!

د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله نیمروز ولایت ته سفر کړی.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د نیمروز ولایت له ځايي مسولینو، د علماوو شورا له غړو، قومي مشرانو، د جهادي مدرسې له استادانو، د محاکمو له قاضیانو، ولسوالانو او مجاهدینو سره غونډه کړې.
دې غونډه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د نیمروز ځايي مسولینو ته ولس سره د ترحم او شفقت، د هغوی ستونزو ته د رسیدو، خپلو مسولیتونو ته د متوجې کېدلو او په سمه توګه ادا کولو، د ځانونو د اصلاح، امر بالمعروف کولو او په قضایي چارو کې د استقلال ساتلو په اړه سپارښتنې کړې دي.

وروستي مطالب

کندهار کې د ۲۰ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې.

نوي مطالب

ټولو دولتي پوهنتونونو ته مجهز لابراتوارونه جوړیږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور