د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوناما له مشرې سرې کتلي دي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوناما له رییسې روزا اوتونبایوا سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي، چې په دې کتنه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستنې، له راستنېدونکیو سره د سرپرست حکومت، ملګرو ملتونو او نورو خيريه ادارو د مرستو پر څرنګوالي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي ارزوونکي د وروستي راپور او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د يوناما مشرې د هرات زلزلې او د راستنېدنې بهير پر وړاندې د سرپرست حکومت د رغنده غبرګون ستاينه کړې او د ملګرو ملتونو ادارو ونډې ته یې په په اشارې زياته کړې؛ دوی به هڅه وکړي، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې، د بزګرانو او راستنېدونکیو د ملاتړ او د کارموندنې په څېر نورو اړوند برخو کي هم خپل رول ولوبوي او د بشري مرستو تر څنګ د کوچنيو پورونو فُرصتونه هم رامنځته کړي.

وروستي مطالب

د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د امنيتي پلان د ترتيب په موخه ګډه ناسته کړي

نوي مطالب

د افغان او پاکستاني حکومتونو ستونزه چېرته ده؟

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور