طبي انسټیټوټونو ته له ۱۲ ټولګي د فارغو نجونو د جذبولو لړۍ پيل شوې

د عامې روغتیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د پرېکړې له مخې کاپيسا، پکتيا او خوست ولایت د روغتيايي علومو دولتي انستيتیوتونو او د بدخشان د قابله ګۍ څانګې ته د هغو نجونو د شاملېدو لړۍ پيل شوې، چې له دولسم ټولګي څخه فارغې شوې وي. د دې دغه پريکړې له مخې د کاپيسا، پروان، پنجشېر، ميدان وردګو، غزني، پکتيکا، لوګر، خوست، بدخشان، باميانو او پکتيکا ولايتونو له ۱۲ ټولګي څخه فارغې شوې نجونې نوم لیکنه کولای شي‌. د عامې روغتیا وزارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو ته د يوه مکتوب له لارې لارښوونه کړې، چې له ۱۲ټولګي فارغې شوې نجونې روغتیایي انستیتیوتونو کې جذب کړي او د ياد وزارت له لوري دغو ولايتونو ته په همدې موخه پلاوي هم استول شوي دي.

وروستي مطالب

روان کال د ۷.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي

نوي مطالب

د تېر کال په پرتله افغانستان کې تنفسي ناروغۍ ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور