روان کال د ۷.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، افغانستان روان کال دریېو ربعو کې یو میلیارد او ۳۵۵ میلیونه ډالر صادرات او شپږ میلیارده او ۲۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات درلودل.
د دې ادارې د ارقامو پر اساس، په صادارتو کې تر ډیره وچه میوه، طبي بوټي، معدني مواد او تازه میوې شاملې دي او د دې صادراتو لویه برخه پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته وه.
د یاد ادارې په وینا، چې ډیرې واردات یې بیا له ایران، پاکستان او چین څخه کړي، چې په وارداتو کې تر ډیره نفتي توکي، روغنیات، ډول ډول ماشینونه، ترانسپورټي وسایل، پرزې، ټوکر او فلزات شامل دي.

وروستي مطالب

نورستان کې د غر ښویېدنې له امله شل کسان وژل شوي دي

نوي مطالب

طبي انسټیټوټونو ته له ۱۲ ټولګي د فارغو نجونو د جذبولو لړۍ پيل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور