د تېر کال په پرتله افغانستان کې تنفسي ناروغۍ ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف پر خپله وېبپاڼه په یوه خپاره کړي راپور ویلي، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغۍ د ۱۶۰ زره پېښو راپور ورکړل شوی دی. د راپور له مخې دا شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي. د یونیسف په خبره په سلو کې ۶۲ سلنه ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي. په راپور کې دغه راز ویل شوي، چې ډېره سړه هوا او ککړتیا په افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغۍ اصلي لاملونه دي. د دې بنسټ په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په ژمي کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د هوا تودوخه له صفر څخه ښکته وي، چې له امله یې ګن شمېر ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته کېږي.

وروستي مطالب

طبي انسټیټوټونو ته له ۱۲ ټولګي د فارغو نجونو د جذبولو لړۍ پيل شوې

نوي مطالب

ایران افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی ده

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور