میدان وردګو کې د چک برېښنا بند د بیا رغونې چارې پیل شوې

د میدان وردګو ولایت د برېښنا امریت مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د چک برېښنا بند د بیا رغونې چارې پیل شوې دي. د دغه ولایت د برېښنا آمر رسنیو ته ویلي چې په دې پروژه کې د اوبو د یوه لوی کانال پاکول، د کانال د دروازو جوړول، ترمیمول، او د درېيو پايو توربینو نصبول شامل دي. د مالوماتو له مخې، د یادې پروژې په بشپړ ولو سره به ۴۰۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي. بلخوا د چک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د دې اقدام هرکلی کړی، خو له سرپرست حکومته یې غوښتي چې تر هر څه لومړی باید د یاد بند کاسه له خاورو او رسوباتو پاکه کړل شي.

وروستي مطالب

بغلان کې د ډبرو سکرو له درکه ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

نوي مطالب

هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور