بغلان کې د ډبرو سکرو له درکه ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

د بغلان د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ مسوولین وايي، چې یاده تصدۍ د روان کال په ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د بغلان د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ رییس ویلي چې یاده تصدۍ د روان کال په ۱۱ میاشتو کې د تاله او برفک ولسوالۍ کان د ډبرو سکرو د پلور له لارې ۱۷۹ میلیونه ۹۸۵ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي. هغه زیاته کړې، چې د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ په کچه د ډبرو سکرو ۲۱۰ وګړني کانونه او دوه دولتي صوفونه فعال دي، چې په ورځ کې څه ناڅه ۲۷۰ ټنه سکاره استخراجوي. نوموړي د ډبرو سکرو د عوایدو د راټولولو په بهیر کې د شفافیت ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې زموږ څارونکي ټیمونه په دوامداره توګه په یادې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د استخراج او د پیسو د راټولولو د څرنګوالي څارنه کوي.

وروستي مطالب

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

نوي مطالب

میدان وردګو کې د چک برېښنا بند د بیا رغونې چارې پیل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور