ګلبهار شرکت د بادي برېښنا د تولید برخه کې پانګونه کوي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د ګلبهار سوداګریز شرکت له رییس سره په کتنه کې د بادي برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د ګلبهار شرکت، په هېواد کې د بادي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او په دې برخه کې یې د هوکړې او همکارۍ غوښتنه کړې ده. د اوبو او انرژۍ وزیر په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی. افغانستان د بادي برېښنا د تولید لپاره په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې کافي سرچینې لري.

وروستي مطالب

تېر کال کندوز کې ۱۲۶ زره ټنه د وریجو حاصلات راټول شوي

نوي مطالب

پنجشېر کې د کانونو ریاست ۷۰۰ زره ډالره عواید راټول کړي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور