کندوز کې د چرګانو له فارمونو هرکال ۲۵۰۰ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کېږي

د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې هرکال ۲۵۰۰ ټنه د چرګانو غوښه بازارته وړاندې کېږي. د کندوز ولايت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتيا آمر ډاکتر نجیب الله حسن ویلي چې په دې ولایت کې د چرګانو ۱۳۰۰ فارمونه شتون لري، چې په دې فارمونو کې د نورو کلونو په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې له امله یې له دغو فارمونو څخه هرکال ۲۵۰۰ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د دغو فارمونو د ډېروالي یواځېنی لامل له دوه کیلو څخه ډېره اندازه بهرنیو چرګانو واردول، د چرګانو فارم لرونکو ته پر وخت واکسین وېشل او په‌ دې برخه کې د یو شمېر موسسو مسوولینو سره همغږۍ ده چې په فارمونو کې زیاتوالی راغلی.

وروستي مطالب

له کابل ښاره تر دې دمه ۴۸ زره سوالګر راټول شوي

نوي مطالب

اطلاعاتواو کلتور وزارت بهرنیو سیلانیانو ته ځانګړي هوټلونه جوړوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور