چندریا ۳: له سپوږمۍ کوم سیګنال نه راځي!

د هند فضايي اداره وايي، د سپوږمۍ سویلي برخې ته استولي فضايي توغندي سره یې اړیکه ټينګ کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی تر لاسه کړی.
هند شاوخوا یوه میاشت مخکې په دې بریالی شو، چې یاد څېړونکی ماشین یا روور (Rover) د سپوږمۍ سویلي برخه کې ځای په ځای کړي.
روور او توغندي استونکي ماشین دوه اوونۍ په معلوماتو او انځورونو را ټولولو تېر کړل، خو وروسته د شپې په راتګ سره د “خوب موډ” ته واړول شول.
د هند فضایي ادارې یا ای ایس ار او( ISRO) وايي، تمه یې درلوده، چې سپوږمۍ کې د ورځې په را برېدو سره به د لمریزې برېښنا په مټ د یاد ماشین بترۍ چارج شي او بېرته به په خپل کار پیل وکړي.
خو اوس چې له سپوږمۍ هیڅ ډول سیګنال یا اړیکه تر دوی نه ده رسېدلې.‌داسې ګمان کېږي چې د شپې یخنۍ به د روور بتریانو ته زیان اړولی وي.

وروستي مطالب

ټولو دولتي پوهنتونونو ته مجهز لابراتوارونه جوړیږي

نوي مطالب

ګرين پلس د بټريو لوی توليدي شرکت چې د اسلامي امارت له بيا واکمنيدو سره یې په هرات ولایت کې په کار پیل کړی!

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور