په افغانستان کې د ایډز ناروغي کمه شوې ده

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په تېرو دوه کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د هڅو او د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ په پایله کې د اچ آی وي په څېر ډېرې ناروغۍ له منځه تللې او یا کمې شوې دي. د غه وزارت همدار راز زیاتوي چې دوی په ټول هېواد کې د خدمتونو د پراخولو په لټه کې دي او ډېر پروګرامونه یې تر لاس لاندې دي، خو په دې برخه کې د اسانتیاوو او د تشخیصي وسایلو نشتوالی د یوې لویې ستونزې په توګه یادوي. بل خوا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ويلي، چې د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۲ زره کسان په‌ ایډز اخته دي او په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کچه ډېره ټیټه ده. دا په داسې حال کې ده چې لا هم په نړۍ کې ۹.۲ میلیون خلک د اچ آی وي یا ایډز درملنې ته لاسرسی نه‌لري او هره ورځ شاوخوا۱۷۰۰ کسان له دې ناروغۍ مړه کیږي

وروستي مطالب

د افغانستان د علومو اکاډمۍ اریانا قاموس لومړی ټوک په ۹۱۸ مخونو کې چاپ کړ.

نوي مطالب

د امو له نفتي حوزې د ورځې ۸۰۰ ټنه تېل استخراجیږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور