پنچشېر کې تازه د زمردو ۱۶۰۰ کانونه ثبت شوي دي

د پنجشېر ولایت د کانونو او پټروليم ریاست خبر ورکړی دی، چې په دغه ولایت کې د روان کال په نږدې ۴ مياشتو کې د زمردو ۱۶۰۰ کانونه په رسمي ډول ثبت شوي دي.
د یاد ریاست رییس دا خبرې د يوناما دفتر له استازي کارل او راغلي پلاوي سره په کتنه کې کړې دي. د يوناما دفتر استازي د پنجشېر د کاني زيرمو په ځانګړي ډول د زمردو، اوسپنې، سرو زرو او نقرې په برخه کې د پانګونې فرصتونو ته په اشارې سره د یاد ریاست کارونه د ستاينې وړ بللي دي.
د مالوماتو له مخې د زمردو د ١٦٠٠ ثبت شويو کانونو له جملې څخه ۴١۰ يې رسمي جوازونه لري او له دې جملې څخه څه باندې ٣٠٠ کانونه استخراج کېږي او همدا راز شاوخوا ١٠٠ نورو کانونو ته هم جوازونه ورکړل شوي؛ خو د هوا سړېدو له امله یې کارونه نه دي پيل شوي.

وروستي مطالب

د پکتیکا نکې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک پراخ او رغېږي

نوي مطالب

په لغمان کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د مالټوبڼونه جوړېږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور