پنجشیر ته د پخواني حکومت سلګونه نظامیان او کارپوهان راستانه شوي

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې په تیرو څو میاشتو کې د تېر حکومت څه باندې ۵۰۰ نظامیان او کارپوهان چې له افغانستانه وتلي وو، بیرته پنجشیر ولایت ته راستانه شوي او اوس د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي. د پنجشېر ولايت ځایي چارواکي وایي، هر هغه څوک چې په بهر کې تر هر نوم لاندې ژوند کوي، له کومې وېرې او شک پرته خپل وطن ته راتللی شي. بلخوا د یاد ولایت والي ټولو هغو ځوانانو ته چې هیواد ته را ستانه شوي ډاډ ورکړی، چې دوی ته به کاري فرصتونه برابر کړي. د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان سرپرست حکومت د اړیکو یوه کمیټه جوړه کړې ده، یادې کمېټې له ټولو هغو مشهور شخصیتونو څخه، چې پخوا یې په حکومتي څوکیو کار کړی وو؛ غوښتي چې پرته له کومې وېرې خپل هیواد ته را ستانه شي.

وروستي مطالب

هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نوي مطالب

سالنګ لویه لاره د مسافروړونکو موټرو پر مخ پرانيستل شوه

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور