وردګ پوهنتون کې د ۷ پروژو چارې پیل شوې

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر میدان وردګو ولایت ته د سفر پر مهال په وردګ پوهنتون کې د ۷ پروژو کار پیل او ۳ یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې. سرپرست وزیر ویلي، چې ټول مسلمانان د دیني علم ترڅنګ عصري علومو زده کړو ته جدي اړتیا لري او دا د اسلامي نظام مسولیت دی چې ولس ته د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو د زده کړې زمینه برابره کړي. ورته مهال د وردګ پوهنتون رییس صفت الله حقاني ویلي چې له يادو پروژو څخه، د علمي او څېړنيز مرکز ودانۍ، د ښوونې او روزنې پوهنځي لابراتوار، د برېښنا شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د ۷ نورو پروژو چارې پیل شوې. وردګ پوهنتون اوس مهال ۵ پوهنځي لري چې ۱۵۰۰ تنه محصلين پکې په زده کړو بوخت دي. هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې د یاد پوهنتون احاطې دېوال د جوړېدو د بنسټ ډبره هم د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست له خوا کېښودل شوې وه او اوس مهال یې ۶۰ سلنه کار بشپړ شوی دی.

وروستي مطالب

کندوز کې سږکال د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې

نوي مطالب

تېره میاشت د سلګونه ټانکره بې کیفیته تېلو د واردولو مخه نیول شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور