هېواد کې د تېلو د چاڼ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې

د هېواد په شمال کې د اومو نفتو د چاڼ د فابریکو د ټولنې غړي وايي، چې په بلخ کې د اومو نفتو د پروسس په سکټور کې له ۱۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیاته پانګونه شوې ده. دوی وايي، چې په دې برخه کې نږدې درې زره هېوادوال په کار بوخت دي. د نفتو د پروسس د فابریکو مسوولین وايي، که د صنعت او سوداګرۍ وزارت همکاري ورسره ډېره شي، دوی به په دې برخه کې د پانګونې حجم ډېر کړي. دوی زیاتوي، چې توانېدلي، نږدې ۳۰ سلنه مارکېټ په خپل لاس کې واخلي خو که یې ستونزې هوارې شي، کولی شي د نفتو په سکټور کې ډېرو هېوادوالو ته د کار د زمېنې برابرولو چارې هم برابرې کړي. د خصوصي سکټور غړي وايي، چې لا یې هم د تولید د پراختیا پر وړاندې د لوړو مالیاتو، د برېښنا کمښت او د ځمکو نشتون د ستونزې په توګه پاتې دي.

وروستي مطالب

تېر کال څه باندې ۵ میلیارده زړې افغانۍ سوځول شوي

نوي مطالب

کندهار کې د یوه سړک جوړېدو چارې پيل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور