هند له افغانستان سره د ۴۰ زره ليتره ملتين مرسته وکړه

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د هندوستان د خلکو له خوا مرسته شوي ۴۰ زره لېتره ملټین د ایران د چابهار بندر له لارې کابل ته راورسېدل او د یاد وزارت رهبرۍ ته سپارل شوي دي. ملټین د ملخانو د یرغل پر وړاندې په مبارزه کې کارول کېږي. د کرنې وزارت چاواکو ویلي، چې دوی به یې د اړتیا په صورت کې د ملخانو د یرغل د مخنیوي په موخه په زیانمنو ولایتونو کې وکاروي. له افغان بزګرانو د هند لخوا د دغې مرستې ټولیز ارزښت څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي او شاوخوا د۸۰ زره هکتاره ځمکې لپاره بسنه کوي.

وروستي مطالب

نورستان کې ۵۸ پروژې بشپړې شوې

نوي مطالب

د ۲۰۵ عزم قول اردو بیلا بیل نظامي وسایط ترميم کړي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور