هلمند کې ۵۵ غیري معیاري روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي

د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۵۵ روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې له روغتیایي مرکزونو څخه څارنه وشوه او په پایله کې یې ۲۲ درملتونونه، ۱۱ خصوصي روغتیایي مرکزونه، ۶ د غاښو کتنځایونه، ۹ د قابلګي کتنځایونه او ۷ لابراتوارونه چې غیري معیاري خدمات یي وړاندې کول تړلي دي. د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو دغه راز ویلي، چې د څارنې یاده پروسه به په نورو ولسوالیو کې هم پیل کړي.

وروستي مطالب

هلمند کې د اوسپنې د قاچاق مخه نیول شوې

نوي مطالب

چابهار بندر د افغانستان د سوداګرۍ لپاره تر ټولو غوره لاره ده

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور