نړیوال بانک د ۲۰۲۳ز کال لومړۍ ربعه کې د افغانستان اقتصادي وضعیت مثبت ارزولی دی

 نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې چې تېره ورځ یې خپور کړی دی د افغانستان اقتصادي وضعیت مثبت ارزولی دی.
دغه راپور چې د نړیوال بانک د افغانستان اقتصاد څارنې برخې له خوا چمتو شوی دی په کې راغلي دي چې د ۲۰۲۳ز کال په لومړۍ ربعه کې انفلاسیون کچه راښکته شوې ده او له کبله یې د تېر کال په پرتله د توکو نرخونو کې ۴.۱ سلنه کموالی راغلی دی.
راپور زیاتوي چې د فرورۍ ۲۰۲۳ز کال راهیسې افغانۍ  د ډالر مقابل کې ۵.۴ سلنه، د پاکستانۍ کلدارې مقابل کې ۱۰.۷ سلنه، د هندۍ کلدارې مقابل کې ۰.۷ سلنه،  د یورو مقابل کې ۴.۳ سلنه او تومن مقابل کې ۲۲.۲ سلنه ارزښت موندلی دی. د نړیوال بانک د بهرني اسعارو مقابل کې د افغانۍ ارزښت موندلو دلایل د اسعارو د قاچاق کلک مخنیوی، بهرنۍ نغدي مرستې او د افغانستان بانک لپاره د ډالرو لیلام یاد کړي دي.
نړیوال بانک همدا راز ویلي دي چې د دوی د سروې مطابق افغان حکومت د ښځو په شمول ټولو دولتي مامورینو ته معاشات ورکړي دي او چې دوه ثلثه مامورینو له بانکونو څخه د معاشاتو په ویستلو کې هيڅ ډول ستونزه نه درلوده.
پر دې سربېره د دوی موندنې ښيي چې په ۲۰۲۳ز کې د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله ۷ سلنه او وارداتو کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

وروستي مطالب

پاکستان او بحران…. ؟

نوي مطالب

کمپوټر او وي اف اېکس

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور