ملګري ملتونه دې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته وسپاري.

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند د ملګرو ملتونو د نړۍوالې ورځې په درشل کې یوځل بیا د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتي، چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته وسپاري. هغه زیاته کړې چې سرپرست حکومت ته د دغه څوکۍ نه‌ سپارل به د افغانستان د خلکو په حق کې جفا وي. د سرپرست حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍ له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوه. که څه هم نصیر احمد فایق د دې څوکۍ د سرپرست په توګه کار کوي؛ خو سرپرست حکومت وایي، چې، دا څوکۍ باید اوسني حکومت ته وسپارل شي.

وروستي مطالب

په حیرتان بندر کې د سرو زرو د قاچاق مخه نیول شوې ده

نوي مطالب

اتریش د هرات زلزله ځپلو سره ۵ میلیونه یورو مرسته کوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور